ایراني ستراتیژیسټ ډاکټر علیرضا چیذري، او د طبي تجهیزاتو او درملو د تولید، تأمین، توزیع او صادروونکو ټولنې مشر، د سیمې او نړۍ د ستراتیژیکو بدلونونو په اړه یوې تخصصي غونډې کې خبرداری ورکړ:
هر ډول نظامي مداخله یا تهاجمي فشار پر ایران نه یوازې به د هېواد سیاسي جوړښت کمزوری نه کړي، بلکې امکان لري چې د ایران دوه تاریخي ځواکونه، یعني “ایراني ملتپالنه” او “سیاسي تشیع” سره نږدې کړي؛ دا یو داسې ترکیب دی چې د پیاوړې یووالي، هڅونې او حتی چاودېدونکو احساساتو لامل کېدای شي.
چیذري زیاته کړه چې تاریخ ښيي، ایرانی ټولنه، په ځانګړي ډول د بهرني ګواښ په حالت کې، د بېلتون پر ځای د داخلي یووالي او ګډ هویت د بیا تعریف پر لور روانه شوې ده. هغه وايي ځینې لوېدیځ سیاستوال په سادهګۍ سره فکر کوي چې بهرنی فشار به داخلي درزونه ژور کړي، خو په ایران کې برعکس، دا فشارونه اکثر د ملي او مذهبي ځواکونو د یووالي لامل شوي دي.
هغه وویل: د سخت دریځه چلند او نظامي یا امنیتي فشار دوام ممکن د یو نوي “شیعه ملتپالنې” د راټوکېدو لامل شي، چې د سیاسي نظام مشروعیت به د خلکو په سترګو کې لوړ کړي، او حتی غیرایدیالوژیک برخې به هم د هېواد د دفاع په لیکو کې ځای ونیسي.
چیذري، چې تاریخي مقالې او کتابونه لیکلي، باور لري دا غبرګون یوازې د مذهبي باورونو له امله نه دی، بلکې د ایران د ملت تاریخي او تمدني رېښو ته ورګرځي؛ یوه ملت چې د تاریخ په اوږدو کې د بهرني ګواښ پر مهال تل د ملي او مذهبي ګډ هویت تر بیرغ لاندې یو موټی شوی.
هغه د معاصر تاریخ له تجربو سره په استناد ټینګار وکړ، چې هر ډول نظامي اقدام پر ایران نه یوازې خورا لګښت لري او بېپایلې ده، بلکې کولای شي د ټولنې په مختلفو سطحو کې پراخ مقاومت رامنځته کړي، چې دا به د سیمې ثبات او نړیوال نظم ته جدي ګواښ پېښ کړي.
چیذري د محمود افغان د یرغل یادونه وکړه او ویې ویل چې د ایرانیانو غبرګون داسې و، چې تر یوې پېړۍ وروسته هم یو ژوندی افغان بېرته خپل هېواد ته ستون نه شو. یا د نادر شاه افشار حکومت یوه بېلګه یې یاده کړه، او امریکا ته یې د ویتنام، افغانستان او نورو جګړو د تجربهشوي لړمزارونو یادونه وکړه.
هغه باور لري چې د ایران، روسیې او چین تر منځ نوې رامنځته کېدونکې اړیکې د لوېدیځ، په ځانګړې توګه د امریکا او اروپا له خوا د اسراییلي رژیم پر تحریص د فشار پایله ده؛ چیذري دا پدیده د نړۍ لپاره ګواښ نه، بلکې د لوېدیځ د تقابلي سیاستونو طبیعي پایله ګڼي؛ هغه سیاستونه چې د طرد او محاصرې په هڅو سره، د هدف هېوادونه نور هم سره متحد کوي.
د غونډې په پای کې، ډاکټر چیذري ټینګار وکړ چې د ده لیدلوری د بومي پوهې، دیپلوماتیکې تجربې او ستراتیژیک تحلیل پر بنسټ ولاړ دی.
جالبه دا چې د تخصصي رسنیو د فعالانو په وینا، د همدې ډول خبرداریو نمونه پخوا د نړۍ ستر ستراتیژیک مفکر، زبیګنیف برژینسکي، د ولسمشر کارتر د امنیت ملي سلاکار، هم ورکړې وه. د چیذري په وینا، نن چې موږ څه وینو، هغه هماغه اټکلونه دي چې برژینسکي وړاندې کړي وو. که هغه خبرداري جدي نیول شوي وای، کېدای شي د سیمې وضعیت به نن بل ډول وای.
ایا ایران به پدې عصر کې د یو نوي برژینسکي شاهد وي؟